IQNA

د حضرت عباس علمدار سپيڅلي حرم ته د عزادارۍ دستې  واریدې شوې

8:26 - July 10, 2024
د خبر لمبر: 3489508
ایکنا – د کربلا معلی د اوسیدونکو د ویر او ماتم  دستې، د محرم الحرام د میاشتې له لومړۍ شپې په دوامدار ډول د حضرت ابوالفضل العباس علمدار علیه السلام  سپيڅلي حرم ته د عزادارۍ  لپاره مشرف کیږی او یو په زړه پورې ځوږ  ئې پورته کیږي،

ایکنانیوز د الکفیل چینل  له قوله راپور راکوي،د محرم د میاشتې لومړۍ لس ورځې د عزادارۍ دستې  د کربلا اوسیدونکو ته مخصوصې دي. د پخوانی دودو او دستورو په اساس، په دغو لسو شپو ورځو کې د کربلا د اوسیدونکو د ویر او ماتم دستې زنځیرونه وهي او سینه زنی کوی. او د امام حسین علیه السلام له سپيڅلي حرم  له شاوخوا  د حضرت عبادس علمدار حرم ته ورځي او عزاداري کوی. \

ددواړو مقدسو حرمیّنو  دعزادارس دستو د تلو راتکو  خوځښتونه ټول د  حسینی موکبونو او شعایرو د برخط په وسیله منظم شوي پروګرام په اساس ترسره کیږي . ددغه پروګرام په اساس د ویر او ماتم دستې له هغه خاصو واټونو څخه چې  د عباسۍمقدس آستان باب القبله باندې ختمیږي، حرکت کوی  او  مقدس آستان ته له واریدیدا وروسته په مقدس صحن کې  دننه   د مقدس آستان له بابا الامام الحسن  څخه بهر وځي او  د بین الحرمیّن له لارې دحسنی مقدس آستان په لور عزاداری کوي.

له حسینی اوعباسی مقدسو حرمینو سره اړونده  د شعایرو او حسینی  موکبونو  د برخې کارکونکو یوه ډله  د عزادارۍ  دستې له پيله تر آخره پورې  په منظم ډول پخپلو لارو هدایتوي .

ایکنانیوز ددغو ولولناکو او په زړه پورې دستورو یو انځوریز راپور برابر کړی چې ستاسو خدمت ته ئې  هم وړاندې کوي.

https://iqna.ir/fa/news/4225884

captcha